په دهراود کې جګړه روانه ده او په خاص ارزګان کي سيمه ايز طالب مشر وژل سوی دی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61901
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-11-01

د ارزګان چارواکي ادعا کوي ، چې پوليسو په ارزګان کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ايز مشر وژلی دی .
د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايې ، چې نوموړی حکمت الله نوميدی او  د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کي يې د وسله والو طالبانو د يوې ډلې مشري کول .
پيښه د  خاص ارزګان ولسوالۍ د ( کله خور ) په سيمه کي د وسله والو طالبانو او ملي پوليسو تر منځ په نښته کي رامنخ ته سوې ده .
  بلخوا د دې ولايت د دهراوود ولسوالۍ د نذير کاريز په سيمه د تيرو دريو ورځو راهيسي جګړه روانه ده ، د ارزګان د والي وياند وايې ، چي وسله وال د کندهار د غورک ولسوالۍ څخه ورغلي دي او جګړه يې پيل کړې ده .
تر اوسه د دواړو لوريو د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي ورکول سوي .
وسله والو طالبانو د دواړو پيښو په اړه څه نه دي ويلي .