د بېلابېلو پیښو پرمهال ګڼ شمېر وسلوال وژل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62165
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-11-20

په هېواد کې د ځينو امنيتي پېښو له امله لس وسله وال وژل شوي او ځيني يې ژوندي نيول شوي دي.د غزني چارواکي وايي چې د ملي اردو له لوري په ګيرو او واغز ولسواليو کې د عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وويل چې تېره شپه د ګيرو ولسوالۍ د شيلې په سيمه کې څلور وسله وال طالبان په نښته کې وژلي شوي دي.هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ د ولايت د مرکز اړوند په زيوچ سيمه کې درې وسله وال چې د ښار په نا امنيو کې يې لاس درلود، هم وژل شوي دي.بلخوا په ميدان وردګو ولايت کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، چې پرون په سید اباد ولسوالۍ کې نښته شوې چې په ترڅ کې يې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه ټپيان دي.بلخوا د پکتيا د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د مرکز اړوند سيمو کې يې په بېلابېلا عملياتو کې درې وسله وال نيولي دي.