ملاعمرمړی دی او کارونه یې اختر محمد منصور مخکي وړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62166
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-11-20

فکر کیږي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر نور نو ژوندی نه دی اوملا اخترمحمد منصور د طالبانو د تنظیم چارې مخته وړي.دا څرګندونې دملي امنیت ریاست کړي دي. د دې ریاست ویاند حسیب صدیقي وویل، چې ، یو شمېروسله وال فکرکوي چې، د طالبانو مشرملا عمر نور ژوندی نه دی او ملا اختر محمد منصور د هغه پر ځای خپل ملګري په مهمو پوستونو کې ګماري. د ملي امنیت عمومي ریاست همدا راز وايي چې په تیرو پنځه څلویښتو ورځو کې د هېواد په لویو ښارونو په ځانګړي ډول پلازمینې کابل کې چاودنې او انتحاري اته شپیته په سلو کې زیاتي شوې دي .نوموړی وايي چې، په جبهه یې جګړو کې د وسله و الو ماته د دې لامل ګرځيدلې چې دوي پرلویو ښارونو خپلې حملې متمرکزي کړي.