دکابل په بیګاني ډله یيز برید کې یواځې ۴بریدګر وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62167
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-11-19

کابل کې د بهرنیانو پر مرکز د ډله یز ځانمرګي برید په پا یله کې څلور برید ګر وژل شوي او نورچاته زیان نه دی اوښتی. برید تېره شپه شاوخوا نه بجې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د نهمې حوزې اړونده، ګمرک سره نږدې د بهرنیانو پر یوه مرکز وشو .دکابل دامنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وایي چې، د بریدګرو شمیره څلور تنه وو، یو یې ځان له موټر سره په چاودنه کې الوځولی او درې نور یې نښته پیل کړې وه.هغه زیاته کړه، چې په دې برید کې څلور واړه بریدګر وژل شوي دي.خو امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.