کندهار : ترافيکي پيښي د ملي اردو پنځه سرتيري ټپيان کړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62168
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-11-20

په کندهار کې ترافيکي پيښي د ملي اردو پنځه سرتيري ټپيان کړي دي.
پېښه نن سهار ٧ بجي د کندهار ښار د دريمي ناحيې اړوند د کابل دروازې په سميه کې د ملي اردو د رنجر  او د ٣٠٣ ډوله موټرونو د ټکر له کبله  رامنځ ته سوې ده .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وائې چي په پېښه کې پنځه تنه د ملي اردو سرتيري ټپيان سوي، چي د يوه کس روغتيايې حالت  د  انديښني وړ دی .