ولسمشر غني:دباور وړ اداره به رامنځ ته کړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62173
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-11-21

ولسمشر اشرف غني وايي هڅه کوو ،چې د باور وړ اداره جوړه او په پنځو کلونو کې اساسي بدلونونه رامنځ ته کړو . له ارګه خپره شوې خبر پاڼه کاږي ولسمشر اشرف غني، بیګا د ارزګان ولایت له یو شمېر مشرانو، مخورو او دیني عالمانو سره په سلام خانې ماڼۍ کې وکتل. په دغه کتنه کې د دغه ولایت مشرانوپه بېلابېلو برخوکې خپلې سیمه ایزې ستونزې له ولسمشر غني سره شریکې کړې او د حل لپاره یې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. ولسمشر غني له هغوی سره په خبرو کې وویل چې ټولو غوښتنو ته په یوه میاشت او یا په یوه کال کې په اساسي او بنیادي ډول ځواب نه شو ویلای، هڅه کوو د اعتماد وړ اداره رامنځته او په پنځو کلونوکې اساسي او بنیادي بدلونونه راولو.