افغان ولسمشر:دحکومت او ملي شورا ترمنځ همغږي اړینه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62175
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-11-21

د افغان ولسمشراشرف غني، وايي د حکومت او ملي شورا ترمنځ د همکاري له لاري کولای سو،چې هیواد دپرمختګ په لوري بوځو. له ارګه خپره سوې خبرپاڼه کاږي ،چې ولسمشر غني داڅرګندونې تېر ماښام د ملي شورا د دواړو مجلسونو له اداري هیات سره په ارګ کې وکړې په دغه کتنه ولسمشر غني د حکومت او ملي شورا ترمنځ پر همغږۍ باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې له همغږۍ او همکارۍ پرته نه سوکولای په ستونزو بریالي او هېواد د پرمختګ په لور وخوځوو.اشرف غني وایي،د مهمو ملي مسئلو په باب به په دوامدار ډول د ملي شورا د دواړو مجلسونو له غړو سره خپلوکتنو ته دوام ورکړي.د ملي شورا د دواړو مجلسونو اداري هیات ولسمشرغني ته د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او وې ویل چې یوازې په ګډ کار سره کولای سو د افغانستان خلکو ته سوکالي ور په برخه کړو.