بلجیم په کابل کې خپل سفارت تړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62178
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-11-21

د بلجيم د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې خپل سفارت وتړي. د بلجيم د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د راتلونکي کال له جنورۍ مياشتې وروسته به په کابل کې د بلجيم سفارت اړونده چارې په اسلام اباد کې د دغه هېواد د سفارت له لارې تر سره کېږي. سرچينې د دې پرېکړې لامل نه دى په ګوته کړى. د بلجيم يو شمېر پوځيانو له شاوخوا لسو کلونو راهيسې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې فعاليت کاوه، خو ټاکل شوې چې د هغوى دغه پوځي ماموريت د روان ميلادي کال تر پايه پاى ته ورسي.