په افغانستان کې راتلونکی کال هم د عملیاتو اجازه ورکړل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62180
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-11-21

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په پټه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو د دوام امر لاسلیک کړی. نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي دغه امر راتلونکی میلادي کال هم په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته په جګړه کې په مستقیم ډول د ګډون اجازه ورکوي. ورځپاڼې ویلي چې د امر له مخې به امریکايي جیټ او بې پیلوټه الوتکې د افغان او امریکايي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. دغه راز امریکايي ځواکونه د اړتیا په وخت کې له افغان ځواکونو سره ګډ عملیات کولی شي چې امریکايي الوتکې به یې ملاتړ کوي.