په کابل کې د اسلامي زده کړو ستر مرکز جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62182
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-11-22

په کابل کې د اسلامي زده کړو د یوه ستر مرکز د جوړولو تړون د سعودي عربستان د مالیې وزارت او یوه ساختماني شرکت تر منځ نن په کابل کې لاسلیک شو. د ملک عبدالله اسلامي مرکز د جوړولو لګښت لسګونه میلیونه ډالره اټکل شوی، چې د سعودي عربستان حکومت له خوا ورکول کېږي.ا فغان چارواکي وايي، د دغه مرکز د جوړولو موخه نورو هېوادونو ته د اسلامي زده کړو لپاره د افغانانو د تګ مخنیوی او له معتدل اسلامه خبرېدل دي. ټاکل شوې چې دغه اسلامي مرکز په ۱۹۹ زره متر مربع ځمکې کې د کابل ښار د مرنجان غونډۍ پر سر جوړ شي.