طالبان وايي د دوی مشر ملاعمر نه دی مړ شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62183
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-11-22

وسله والو طالبانو د خپل مشر ملا عمر د مړینې یا وژل کېدو په باب د افغانستان د ملي امنیت ریاست د چارواکو وروستۍ څرګندونې رد کړې، ویې ویل چې ملا عمر لا هم ژوندی دی.د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویندوی د چهارشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو مشر ښايي مړ شوی وي، د دوی ترمنځ داخلي اختلافات مخ پر زیاتېدو دي.تر دې مخکې هم د ملا عمر د مړینې په باب څو ځلي اوازې خپرې شوي خو طالبانو هر ځل رد کړي او ویلي یې دي چې د دوی مشر ژوندی دی مګر طالبانو هیڅ ځل د ملا عمر په ږغ کې کوم پیغام یا ویدو نه ده خپره کړې.