سامع: په شمال کې د جنسي تېریو پېښې ۶۰ سلنه ډېرې شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62190
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-11-22

د شمال زون د بشري حقونو مسوولين او د مدني ټولنې غړي وايي چې په شمال زون کې د جنسي تېريو پېښې د تېر کال په پرتله څه باندې ۶۰ سلنه ډېرې شوې دي. د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په دفتر کې د جنسي تېريو په غبرګون غونډه شوې چې د ښځو د حقونو فعالينو او د مدني ټولنو لسګونو غړو په کې ګډون کړی و. د شمال زون د بشري حقونو رييس سيد محمد سامع پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دولت بايد د جنسي تېري کوونکو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي. نوموړي د تخار او پغمان وروستيو پېښو ته په اشارې سره ويلي چې دغه ډول پېښې د خلکو د ناپوهۍ ترمنځ د دولت د نه پاملرنې له امله هم رامنځ ته کېږي. د هغه په وينا، په شمال زون کې د روان کال په اوږدو کې له دوی سره پر ماشومانو او مېرمنو د جنسي تېري ۶ پېښې ثبت دي. سامع ويلي: ((په يادو ثبتو شوو پېښو کې يوه عقل نه منونکې پېښه داسې هم ده، چې پلار پر خپلې لور جنسي تېری کړی و چې محکمې ورته د اعدام حکم کړی خو وروستۍ فيصله يې لا پاتې ده.)) نوموړي زياته کړې چې د سږنيو شوو پېښو پر بنسټ د ۱۳۹۲لمريز کال په پرتله په شمال کې پر ماشومانو او مېرمنو د جنسي تېريو پېښې ۶۰ سلنه پورته شوې دي. په بلخ ولايت کې د ښځو د حقونو فعالې سايمې انوري ويلي چې دولت بايد د زور زياتي او په ځانګړې توګه د جنسي تېريو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي. نوموړې زياته کړې چې د ښځو پر وړاندې زورزياتي او پر ماشومانو جنسي تېريو ورته رواني ستونزې پيدا کړې دي. هغې ويلي: ((تر دې بې باوره يم چې خپله وړه خور د همداسې پېښو د وېرې له امله له کوره د باندې نه شم پرېښودی، د کورنۍ له نږدې غړو پرته يې پر وړاندې پر هېچا باور نه شم کولی.)) د شمال زون د بشری حقونو رييس سامع ويلي چې د قانون د حاکميت نشتوالی، غريبي، بې روزګاري، ناپوهي او ناامني د ورته پېښو جدي لاملونه دي. نوموړي زياته کړې چې دولت بايد د ورته پېښو د مخنيوي په موخه د مثبتو تبليغاتو تر څنګ د پېښو ترسره کوونکو ته د قانون له مخې سزا ورکړي.