خواجه اصف: د اسلام اباد او مسکو اړیکې د بل هېواد پر ضد نه دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62197
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-11-22

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي له مسکو سره د اسلام اباد اړیکې د بل هیواد پر ضد نه دي.ده د شنبې په ورځ وویل، پاکستان غواړي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې د ستونزو د مخنیوي لپاره له روسیې سره په افغانستان کې د سولې په پروسه کې کار وکړي.ښاغلي اصف د دې نظر د ردولو په ترڅ کې چې پاکستان ته د روسیې د دفاع وزیر وروستی سفر به هند او امریکا خوابدي کړي، وویل، د اسلام اباد او مسکو په اړیکو کې ښه والی په دې معنا نه دی چې له نورو هیوادونو سره به د پاکستان اړیکې خرابېږي.