د غزني ولايت په زنخان ولسوالۍ کې درې پوليس چې وروڼه وو، وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى .د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پوليسو پر پوسته بريد کړى چې له امله یې درې پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی. د غزني د ملکي روغتون چارواکو ویلي چې د پېښې له ځایه ورته د درېیو پولسیو جسدونه او یو ټپي ور وړل شوي چې درې واړه وژل شوي پوليس وروڼه او د اندړو ولسوالۍ د ميري سيمې اوسېدونکي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.