هلمندمدني ټولنه له پکتيکاسره د تيري ورځي د بريد په غم کي ځان شريک ګڼي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62222

دخبریدو نیټه : 2014-11-25


تيره ورځ د واليبال لوبي پرمهال يوه ځانمرګي بريدکي شاوخوا ۶۰ تنه  ملکي هيوادوال شهيدان سول او ۷۰ نوريي ژوبل کړل


ويل کيږي د دغه بريد ټول قربانيان ملکي وګړي دي چي ډيرييي ماشومان دي
قالو انال الله وانااليه راجعون


هلمندمدني ټولنه ددولت پروسلوالو مخالفينو اويوشميرنوري کړي چي ورته بريدونه طرحه او پرملکي کسانو يي ترسره کوي ږغ کوي چي د ورته نوروبريدونومخه دي ونيسي او پدي ډول دي خپل بيګناه هيوادوال نه شهيدانوي
هلمندمدني ټولنه ټول هغه بريدونه چي په هغه کي بيګناه هيوادوال شهيدان کيږي د پرديوطرحه او په لمسون بولي او لدغي طرحي د خلاصون يواځيني لاره خپل منځي شخړو ورکول او يوموټي کيدل بللي دي
دهلمندمدني ټولنه د پکتيکاپه دغه بريد کي ټولوشهيدان سوو کسانو ته دالله ج له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي اوددوي د کورني سره ځان په غم شريک ګڼي او ژوبل سوو کسانو ته د لوي الله ج له درباره د عاجلي شفاغوښتنه لري
هلمندمدني ټولنه پرافغان دولتي چارواکوږغ کوي چي د ورته بريدونو ترشاه لاسونه غوڅ او کرار کښي نه ني ترڅو هغه کسان چي ورته بريدونه کوي خپله سزا وويني


په درنښت
د هلمند مدنې ټولنې اداره