د کندوز چارواکي وايي، د شېرخان بندر د تصدۍ ۱۲ کارکوونکي وسله والو طالبانو تښتولي دي د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل، چې د شېرخان بندر د تصدۍ کارکوونکي په کاسټر موټر کې سپاره وو، چې مازيګر مهال د لارې په اوږدو کې د ابدان په دښته کې وسله والو طالبانو يې موټر درولی او کارکوونکي يې له ځان سره وړي دي.ده زياته کړه، په موټر کې ۱۲ تنه سپاره وو او غوښتل يې چې کندوز ښار ته خپلو کورونو ته ستانه شي، خو طالبانو هغوی دشت ارچي ولسوالۍ ته له ځان وړي دي.