سټاک:دلندن ناسته افغانستان او نړیوالې ټولنې ته ښه فرصت دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62244
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-11-27

په کابل کې د برتانيې سفير ريچارډ سټاګ وايي ، چې د لندن کنفرانس به د افغانستان او نړېوالې ټولنې لپاره يو ښه فرصت وي چې خپلمنځي اړيکې نوي کړي.په لندن کې د افغانستان په اړه کېدونکی کنفرانس به د بریتانيي او افغانستان د حکومتونوپه مشرۍ پرمخ ځي،چې د دسمبر په څلورمه ترسره کيږي.ریچارډ سټاک وايي ، موږ به د دې کنفرانس له لارې، له افغانستان سره خپل ملاتړ نوی کړوچې له نوي حکومت سره ريښتونې مرسته وکړو. خو ريچاډ وايي، که په افغانستان کې نوې کابينه او وزيران نه وي، نو دې موخې ته رسېدل به ډېرستونزمن شي .