افغانستان او بنګله دېش داړیکو پر پراختیا ټینګاروکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62245

دخبریدو نیټه : 2014-11-27

افغانستان او بنګله دیش په خپل منځ کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې افغان ولسمشر اشرف غني پرون د سارک سازمان هیوادنو د غونډې په څنډه کې د بنګله دیش له لومړۍ وزیرې شیخ حسینه ګل سره وکتل .په دې کتنه کې چې د نیپال هیواد په کتماندو ښار کې ترسره شوه دواړو خواوو په دې ټینګار کاوه،چې سارک سازمان د غړو ترمنځ دي اړیکي لانوري پراخي شي .ولسمشر غني زیاته کړه ، چې د فرصتونو د رامنځ ته کولو نه وروسته د افغانستان خلک کولای شي ،چې د سوداګرۍ په برخه کې نوښتونه رامنځ ته کړي .