په کندهار ښار کې د يوه ديرش کلن ځوان جسد موندل سوی دی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62248
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-11-27

پوليسو په کندهار کې د يوه ديرش کلن ځوان جسد ، چې په چړو وهل سوی دی موندلی دی .
جسد نن سهار د کندهار ښار د لمړۍ امنتي حوزې اړوند د وچ مانده په سيمه  کې پوليسو پيدا کړی او ميرويس روغتون ته يې ليږلی دی .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې د وژل سوي ځوان د  دندي او تړاو  په اړه تر اوسه معلومات نه دي تر لاسه سوي او  نه يې هم د وژل کيدو انګيزه معلومه ده .
نوموړی زياتوي ، چې پوليسو يې په اړه جدي پلټني پيل کړي دي ، د پېښي مسووليت هم تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .