حمید ماشوخېل/ دوهمه برخه، عبدالباري جهاني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62253

دخبریدو نیټه : 2014-11-27

 

حمید په خپل عصر کی د پښتو ژبی د وروسته   پاته والی څخه ډېر شکایت کوی.  او په دې یې ډېره خوابده ده چی ولی  پښتو ژبه  د فارسی ژبی سیالي نه سی کولای.  او د دې خبری  ضمنی معنا دا ده چی  دی پخپله خپل کلام تر ټولو پوخ بولی.  دی وایی هر څومره چی خبری په ځنډ وسی ، خبری ډېری سنجیده وسی، هغومره یې قدر او قېمت هم لوړېږی.


خاورین لوښی چی په ورځی سل سازېږی
په قېمت کی نهایت پیسه ارزېږی
چی  چینی سازوی یو په څلوېښت کاله
په سل گونو پیسو یو موند شی زما لاله
چی بازی  په تېره تېغ کا د خبری
وښکې ډېرو پښتنو خپلی ډبری
یو حریف پکښی پیدا د میدان نشه
یو ظریف پکښی پیدا سخندان نشه
چی هم چشم د سعدی د نظامی شی
یا همجام د فردوسی  او د جامی شی
واړه وینم بوالهوس په دا میدان کی
تشی لوبی کا عبث په دا میدان کی
یوه گوی د گفتگو نه دی اخیستی
گفتگو د رنگ و بو نه دی اخیستی
نه یې کړې په پښتو ژبه نغمه ده
نه ایښې په فارسۍ ژبه تغمه ده
لکه ووړکی په  کونجکو هوسېږی
نادیده په لږه چار غره اوسېږی
                                  داچی حمید ماشوخېل به په خپل دې قول کی  څومره په حق وی، موږ ځکه دا خبره له هغه سره نه سو سپینولای چی  څه باندی دوه نیمی پېړۍ مخکی  د ژوندیو له کتاره وتلی دی.  خو داچی دی په خپل کلام مغرور دی.  په دې برخه کی حق په جانب دی.  د پښتو ژبی د کلاسیک  شعر په تاریخ کی  به داسی څوک نه وی چی په دومره خوږو ، دومره ساده، دومره ښایسته عباراتو او کلماتو  او دومره نگه پښتو ژبه  به یې د ونه ښایسته   نازکخیالی کړې وی چی  دی  پخپله وایی.
 فارسیانو د حیرت  گوتی په خوله کړې
 چی حمید سخن سازی کړه په پښتو کی
موږ به د خپلی دې مدعا د اثبات دپاره د شاه و گدا د کیسې دا څو بیتونه ، چی  د بهار په توصیف کی لیکل سوی ، را واخلو. خو دا هم باید ووایو چی صرف دغه یو څو بیتونه   نه سی کولای چی د شاه وگدا د  قصې ټول ادبی ارزښت  او ښایست معرفی  او افاده کړی.  او د دې اثر د ادبی  تول د معلومولو دپاره  باید دا ټول کتاب  ولوستل سی. 
چی بهار محض دپاره د نشاط
ځای پر ځای وغوړاوه سبز بساط
بړوسی شونډی د غونچې گل خندان شوې
د شبنم سپینی غوټۍ پکی دندان شوې
سرې اوشنې جامې تیاری د غونچې شوې
جلوه گری د چمن پڅه پڅې شوې
چی نسیم کړې د خزان له بنده خلاصی
د ښاخونو په ټالونو شوې رقاصی
گل پرده بیرته له مخه د صبا کړه
طایفه یې د بلبلو په غوغا کړه
هسی رنگه شوه لاله له غره پیدا
لکه لعل شی له کاڼی هویدا
هسی پروت گل نرگس و په لاله کی
لکه عین مخمور کسی په پیاله  کی
لاله بل که هسی اور په  حور په طور کی
چی یې وسوه خپل کیکوړی په تنور کی
مست په میو شه د شوق هسی بلبل
چی یې سرې سترگی کتل په مخ د گل
په دا هسی ورځو شپو ښایسته وخت
ووت شاه له خپله   کوره لکه بخت
         د حمید ماشوخېل تر دې دوو لویو شاهکارونو چی را تېرسو  نو په عمومی صورت د هغه  د اشعارو یو ښه والی  په دې کی دی چی  نه یوازی د پښتو  د کلاسیک ادب  تقریبا  ترټولو ښایسته  کلام دی، بلکه د  هغی ټولنی چی ده ژوند  پکښی کاوه هیڅ اړخ یې هېر کړی نه دی او  د هری موضوع په باب یې  لږ او ډېر څه لیکلی دی.
حمید  ماشوخېل  د خپلو معاصرو او له  ده څخه د مخکی  پښتو  ژبی د شاعرانو  په څېر د ټولنی د تقریبا هری بدی زڼی  د افرادو په سلوک  کی وینی. حمید ماشوخېل د مظلوم سره دونه اوښکی نه تویوی لکه ظالم ته چی د له ظلم څخه د لاس اخیستلو توصیه کوی.  او دا ورپه زړه کوی چی ظلم آخر زوال لری او  هیڅ بد عمل بې سزا نه پاته کېږی. او یا ښایی  د ټولنیزو  نابرابریو، بې عدالتیو او  ظلمونو  د علتونو   بیانول  او  دهغوی د  له منځه وړلو د لارو چارو ښودل  د شعر په چوکاټ کی چندانی راتللای نه سوای، او دغه علت دی چی حمید او د هغه معاصرین  د علت پر ځای زیاتره  معلول ته متوجه دی.
چی د ظلم په کمر دی تل میدان خوړ
دماغی ځانته غره خود به دی ځان خوړ
له خودۍ دی تاریکی له راسته چپ ځی
همېشه دی چپه پیر لکه آسمان خوړ
دغه زور به چلوې تر کومه پوری
چی یوازی دی په ځان تمام جهان خوړ
تاچی  تېز تېزه سمند د خود راییه
ما دا ستا د پرېواتو هله آرمان خوړ
څه به نه نړېده برج د ستا د عمر
د مظلوم د اوښو سېل یې هر زمان خوړ
چی یک لخته په ژر ژر و درغلی
ژر په ژر دی په دغه  دولت نقصان خوړ
هیڅ دا ستا په غم هغو څه غم ونه کړ
چی د دوی  دپاره تا دین او ایمان خوړ
په شکوه یې اجر کم مکړه حمیده
که دی سوک د چا د لاسه په دهان خوړ
  د اته لسمی پېړۍ په لومړۍ لسیزه کی، د اورنگزېب د زوی  بهادرشاه په زمانه کی، چی  عیسی مومند  د جمال خان مومند  د زوی  د واده په شپه  د هغه په قلا باندی حمله وکړه  او آخر یې قلا ته اور واچاوه  او په قلا کی دننه  ټول کسان یې ژوندی  وسوځول ، په هغه زمانه کی ښایی د حمید ماشوخېل ځوانی وه. دا داسی یوه پېښه وه چی د مومندو ټول قام  یې ولړزاوه  او رحمن بابا  د دې پېښی له امله ډېره سخته خواشینی ښکاره کړه  او د جمال خان دوستانو ته یې، په یوه لویه قصیده کی چی په دغه مناسبت یې لیکلې ده،پېغور ورکړی دی چی  ولی په بده ورځ کی  د هغه په کار نه سول. مگر حمید د رحمان بابا په خلاف  په دې عقیده دی چی  د جمال خان د سوځول کېدلو اصلی علت   د هغه خپل ظلمونه وه. هغه له قام سره بد کړی وه او آخر یې   دغه سخته سزا ولیده.

هر سردار چی د خپل قوم د بدو خیال کا
آیینه دی د خپل  ځان  حال د جمال کا
پرېکوی  تر خپلو پښو لاندی ښاخونه
چی بدی د عزیزانو په زړه نال کا
 عاقبت هغه سردار  شی مردار پاتې
چی یې نس وخپلو بدو ته لېوال کا
هم هغه  به پکی پرېوزی دا متل دی
چی وبل وته کوهی کینی وبال کا
چی د خپلو لاس و پښو شی بې مجاله
له غلیمه سره جنگ په کوم مجال کا
په پردو مېړانه نه کېږی بې خپلو
له لحده دا آواز جمال جلال کا
چی له خپله  حده پښې غځوی وړاندی
زمانه به یې  جمال غوندی پایمال کا
چی په زور د بل جامه  اغوندی ځانته
نا شسته به یې د خپل زخم دستمال کا
لکه گرم چی په حسن حسین یزید و
هسی گرم په موږ جمال و که څوک سوال کا
د هغو په سبب تل سوځی نور خلک
چی د توری اسره ورکه په دېوال کا
په ازل د سود او زیان  سودا ده شوې
ملامت څه لره خلک په دلال کا
دا دودونه د دې دور دی  حمیده
یو د بل په مرگ ملال کا بل خوشال کا
  مخکی مو وویل چی د اورنگزېب د زوی بهادر شاه په پاچاهی کی ، چی څه باندی  شپږ کاله یې دوام وکړ، حمید ماشوخېل ځوان و. د اورنگزېب  له وفات نه وروسته  د هغه د زامنو ترمنځ  د تخت و تاج د نیولو د پاره  جگړې پیل سوې. او طبیعی خبره ده چی  ددغسی لویو کورنیو جنگونو  په وخت کی  په هری  سیمی کی  حاکمان هم خود سره سی.او چی یې زړه غواړی هغه کوی. اود  بهادرشاه د قدرت په زمانه کی هم  د ډهلی په تخت کی د اورنگزېب د وخت دبدبه او شان و شوکت پاته نه و. ځکه نو په هره خوا کی ظلم او تېری روان و. دا وخت حمید ماشوخېل ته د وخت حاکمان  د نکیر منکر  حیثیت لری  او پېښور  د هغه دپاره گور دی . خو په زړه پوری خبره دا ده چی،  د نورو پښتنو  په خلاف ، هغه د اورنگزېب پاچا د زمانی  دعدالت بیان کوی او د دغو ظلمونو  او تېریو علت دا بولی  چی  اورنگزېب په خاورو کی  پروت دی.
دا څه دور دگردون راغی وخت نور شه
چی شېوه د حاکمانو ظلم زور شه
نور د نیاو د غوښتو ځای شه چېرته  پاته
چی غمخور په ظلم زور راغی  خونخور شه
څوک وکومی خواته وتښتی ځان خلاص کا
په تمامی دنیا پوری د غم اور شه
د زمری له خولې کا تېښته و زمری ته
د منگور د غاښ جړۍ غاښ د منگور شه
څه حاکم څه رعیت څه غیر زیر
جهان واړه د بلا په لکۍ سپور شه
هر سړی په زور زیاتی روادار وینم
که یې ساز وچا ته لږ و ډېر  څه تور شه
غریب خلک مردگان پکښی وریتیږی
ظالمان نکیر منکر پېښور گور شه
پندو وعظ د هیچا  اورېده نه شی
هسی رنگ د ظلم جور شر او شور شه
څه به شور نه وی د هند په میخانه کی
 چی اورنگ څخه  د حکم جام نسکور شه
چی د ده دعدل لمر دی پرېوتلی
توره شپه د ظلم وخته ملک تور شه
هر سړی درباندی پښه په پورته خیژی
اورنگ شاه پرې ایښی تخت لاړ دور نور شه
تېر ساعت  به د هیچا په لاس کښېنوزی
خو چی تېر شه هغه دم تر بلا هور شه
همدغه د امن لوری دی حمیده
که دی مخ له دنیاگیه په بل لور شه.
 د حمید ماشوخېل د کلام  بل رنگ د هغه په دېوان کی د تصوف څرک دی.  تصوف داسی موضوع ده چی د پښتو ژبی تقریبا ټولو پخوانیو شاعرانو په یوه یا بل ډول ځان ورباند یکتلی دی. په دې لړ کی ځینی په بشپړه توگه  صوفی شاعران لکه دولت لواڼی او میرزا خان انصاری دی  او ځینو  لکه  حمید ماشوخېل دلته هلته کله ناکله  تصوفی اشعار ویلی دی. د حمید اشعارو ښه والی په دې کی دی، چی شکل یې چندانی د مضمون تابع نه گرځی.  هغه چی په هر مضمون کی څه لیکلی دی  هغه یې ښایسته لیکلی دی، او شعر یې له ورایه  پېژندل کېږی. که تصوف یوازی د تفکر او ریاضت  له لاری  د خدای پېژندل واخلو، نو په دې ترتیب د حمید په اشعارو کی کم صوفیانه پیدا کېږی. اوکه چېری ټول هغه مضامین  صوفیان یې په خپلو اشعارو کی راوړی په نظر کی ونیسو نوبیا د حمید دېوان له دغه راز اشعارو نه مالا مال دی. صبر او تحمل او د مینی  راز ساتل ، چی د صوفیانه کلام او سلوک  یوه مهمه برخه ده، د ده په دې غزل کی  په څه ښایست افاده سوی دی.
له خامیه جوش اوخروش خېژی له دېگه
دی له خپلی پختگیه پخته گان چپ
په اوبو به دی د مراد ډېوه شی بله
که صابر غوندی په صبر کړې د هان چپ
چی دانه په خاورو پټه شی خوشه شی
په کوگل دننه وساته ارمان چپ
د بلبلو نارې ښې نه دی په گلو
چی په سرو لمبو کی سوځی پتنگان چپ
لکه ژاړی پټه خوله بوره بدنامه
هسی کاندی مین زړه آه و فغان چپ
ازل هغه څه دی چی  صوفیان د هغه په واسطه د ظاهری نړۍ له قید او بند څخه  ځان ورباندی خلاصوی. کله چی ځوفی د ازل نوم اخلی، نو بیا دلته د شیخ او محتسب زور نه ورباندی رسېږی.  کله چی دفارس یژبی مشهور شاعر حافظ  د شیخ او زاهد  د تعقیب او نصيحت څخه په تنگ سوی دی، نو  هم یې په ډېر ډاډه زړه  دغه ځای ته پناه وړې ده او پو هېږی چی  دلته د چا زرور نه ورباندی رسېږی.
درکوی نېک نامی مارا گذر ندادند
گر تو نه مېپسندی تغیر ده قضا را
 حافظ به خود نه پوشید این جامه می آلود
ای شیخ پاک دامن معذور دار مارا
حمید هم خپل عشق له ازله بولی .  هغه په دې عقیده دی چی  فلک د دغه عشق د پاره پیدا کړی ، او لوی کړی دی.  دی څوک په  جور و آزار له دغی لاری نه  سی اړولای،  او د گل په شان د خپه کېدلو سره یې لا خوشبویی پورته کېږی. دی ازل پروانه پیدا کړی دی.  او د شمعی لمبو ته یې هم دغه ازل بیایی .  دغه ځای دی چی حمید  بالاخره خپل محبوب هم  په کعبه او  په بتخانه کی لټوی او  د خپل محبوب  په تلاښ کی  یې وروستنی او تر ټولو سخت بندونه شلولی دی.
اول تا دبېلتانه په اور الوۍ کړم
بیا به خوله کی  نفسانی فلک راتوی کړم
واړه مړه تر ما پخوا فلک زده دي
زه یې هم داستا د غم دپاره لوی کړم
په ډېر جور به وېزارنه شم له عشقه
لکه گل څو خپه کېږم هومره بوی کړم
دم قدم داستا د عشق په بله شمعه
پروانه غوندی سوو ته جستجوی کړم
جستجوی کړم ستا دمخ په دواړه ځایه
که کعبې که بتخانې ته تگ  او پوی کړم
زه حمید واړه پوچ گوی یم ستا له درده
بېله دې چی د خوبانو گفتگوی کړم
داچی حمید به ځانته پیر او مرشد درلود کنه ، دا خبره معلومه نه ده.  خو دنورو صوفیانو په ډول  توصیه کوی چی  څوک د عشق پر لاره بې رهبره سفر ونه کړی.
لکه ځان ژغوری بربنډ له تېرو تورو
هسی خپل سر  له ښېرو د سحر ژغوره
عاشقی په خودراییه سره نه شی
 په دا لار کی دم قدم بې رهبر ژغوره
حمید ،د نورو صوفیانو په څېر، خپل عشق حقیقی بولی  اوظاهری مینی حقیقی معشوق ته  د رسېدلو وسایل گڼی.  حمید ماشوخېل  ځکه دنیرنگ عشق  او شاه وگدا کتابونه دترجمې  دپاره انتخاب کړل چی د هغو کتابونو ټول مضمون  له مجازی عشق څخه  حقیقی عشق ته رسېدل دی.  د نیرنگ عشق د کتاب په پای کی معلومېږی چی  ظاهری ښکلا د ظاهربینو سترگی ړندوی.  او څوک چی د باطن سترگی پرانیزي هغوی د ښکلیو دلیدلو نه د لوی نقاش کمال  ته متوجه کېږی.  مینه یې د نقاش  او دهغه د کمال سره پیدا کېږی.  په دغه وخت  کی ټولی ظاهری مینی  غیر فکر ورته ښکاری  او یوازی د خپل حقیقی  محبوب فکر ورسره پاته کېږی. حمید ځان دغه معراج ته رسېدلی بولی.  او حتی په دې وخت کی مسجد او میخانه دواړه  د یوه محبوب په ذکر لگیا وی.  حمید په د ېوخت کی له خپل محبوب سره دوه نیژدې کېږی چی  د خپل ځان او محبوب ترمنځ  هر څه بېگانه ورته ښکاری  او حتی د عشق اومحبوب  تر څنگ یې  دهغه د بېلتون  له  پرهار سره دونه علاقه پیدا کېږی  د هغه د پاره مرهم اودارو  غماز ورته ښکاری.
غیر فکر دورزخی شی پکښی سوځی
زړه می گرم تر سقر دی ستا له درده
یو زگېروی دی په مسجد په میخانه کی
مسلمان دی که کافر دی ستا له درده
څله کړې دارو درمان زما وداغ ته
داغ می کله مرور دی ستا له درده
د مرهمو غمازی به یې بېل نه کا
چی می خوا په خوا پرهر دی ستا له درده
یوازی حمید نه دی چی د شزاهد او شیخ څخه شکایت کوی، او یا د زاهدانو او شیخانو تقوی صرف ظاهری پرهېز او ریاکاری بولی . د فارسی او پښتو ژبی  ډېر زیات اشعار د شیخ او زاهد څخه په شکایتونه ډک دی او علت یې دادی چی  زاهد  اوملا  د شرعی احکامو سره سم  د اسلام د پنځو بناو  د ښه عملی کولو له لاری  ځان د عاقبت له عذابه خلاصوی.  اوصوفی د عبادت په وخت کی  نه د جنت پروادار وی،  او نه له دوزخ نه وېره لری.  د صوفی د ژوند  د ټول  تلاښ هدف  د محبوب سره وصال دی، او په دغه لاره کی هر څه روابولی.  د صوفی ټول ژوند د محبوب په طلب تېرېږی.  کله خپل یار د رباب  د تارونوپه شرنگا کی گوری.  کله یې د شرابو په پیاله کی وینی.  کله یې د طبیعت په ښکلا کی گوری، او کله خو یې  زړه له محرابه تنگ سی او د یار په دیدن پسی  بتخانې  لټوی. زاهد  هر ځای د ده د عمل اوکلام سره  مخالف دی. او دغه علت دی چی  هر صوفی په خپل وار  د زاهد څخه سر ټکولی دی.
له شیخۍ راته بهتره شوه رندی بیا
ناصحان می دی په سل رنگه غندی بیا
ښه چی خلاص شوم د ریا له تشه زهده
خدای دی رانه  کا داهسی خود پسندی بیا
چی می کور په دغه تور د مینی سوی
وبه نه مکړم له تقوا سره گوندی بیا
دا دعشق طاعونی مرگ به یې ارمان شی
که د زهد ځان کوټلی شی ژوندی بیا
د گوندیه زړه ترې صبر کړه ناصحه
له رندۍ سره حمید شو سوگندي بیا

موږ به د پښتو ژبي د موشګاف په باره کي څه ووایو. د پښتو ژبي د لویو شاعرانو په کتار کي د هغه له نامه څخه تیریدلای نه سو؛ خو یوازي د نیرینګ عشق معرفي او تشریح یې د یوه کتاب کار دی. د هغه د هري غزلي معرفي یوه بشپړ مضمون ته اړتیا لری. که موږ د یوه مضمون له لاري د هغه د شعر او شخصیت د معرفي کولو ادعا کوو نو به مو د هغه سره بې انصافي کړې وي خو په یوه مضمون کي د هغه د شعر، ترجمو او شخصیت په باب د زیاتو لیکلو ځای نسته.