کټوازی: په ناامنیو کې د مخکني حکومت ځیني فاسد اشخاص لاس لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62261
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-11-28

په کابل کې د مدني ټولنو يو شمېر غړو له حکومته د پکتيکا د وروستي بريد د جدي څېړنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې عاملينو ته يې بايد سخته سزا ورکړل شي. د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د لېندۍ په دويمه د واليبال سياليو پر مهال ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې ٦١ تنه ووژل شول او ٦٦ نور ټپيان شول. د پېښې له قربانيانو ١١ سيمه ييز پوليس او پاتې نور د ماشومانو په ګډون عام وګړي وو. د دغه بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى. د ياد بريد په تړاو پرون په کابل کې د مدني ټولنو له لوري د "پاکستان پر ضد او د پکتيکا پر قيامت د وير او غوسې" تر عنوان لاندې ناسته جوړه شوې وه. د مدني ټولنې غړي عطاوالله همت ويلي چې د دې غونډې اساسي موخه د پکتيکا د وروستۍ پېښې غندنه او پر حکومت غږ دى، تر څو په هېواد کې د نا امنيو مخه ونيسي. هغه زياته کړې: "موږ له حکومته کلکه غوښتنه لرو چې د پاکستان په ګډون په هېواد کې د ايراني او امريکايي استخباراتو مخه ونيسي تر څو هېواد نور هم نا امنه نه شي." د همت په وينا، حکومت بايد د هغو کسانو مخنيوى وکړي چې د پرديو په لمسون خپل هېواد ناامنه کوي. همت ټينګار کړی چې حکومت بايد د پکتيکا د يحيى خېلو د وروستي بريد عاملين پيدا کړي او د خپلو اعمالو پر سزا يې ورسوي. هغه ويلي چې حکومت دې په يحيى خېلو ولسوالۍ کې له ځپل شوو کورنيو سره اړينې مرستې وکړي؛ ځکه د دې ولسوالۍ خلک ډېر بې وسه دي. په ياده غونډه کې په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي نادرخان کټوازي ويلي چې په دې وروستيو کې په هېواد کې ناامني له حده ډېره شوې او دا کوم تصادفي کار نه دى. کټوازی پرته له دې چې د چا نوم واخلي وايي چې د هېواد په وروستيو ناامنيو کې د پخواني حکومت يو شمېر فاسد کسان لاس لري او غواړي نوى حکومت له ننګونو سره مخ کړي. هغه زياته کړې: "دغه فاسد کسان ځکه هېواد نا امنه کوي چې د نوي حکومت له حساب او کتاب څخه ډار لري او يا هم غواړي په نوي حکومت کې ونډه ورکول شي تر څو ورڅخه پوښتنه ونه شي کولاى." د هغه په وينا، عام خلک نه شي کولاى هېواد نا امنه کړي؛ ځکه چې ځانمرګي بريد کوونکي يا د ملي شورا غړي، وزيران او يا هم زورواکي په خپلو موټرو کې تر هدفونو رسوي. هغه زياته کړې: "د دغه شان کسانو تر شا د پاکستان لاس هم دى او دغو بې ضميره عناصرو ته شخصي ګټې ډېرې مهمې دي او د خپلو جېبونو د ډکولو لپاره هر څه کولو ته تيار دي." کټوازی وايي، تر هغه چې پاکستان د افغانستان د امنيت په ټينګښت کې عملي ګام پورته نه کړي هيڅ ډول د سولې خبرې اترې له دغه هېواد سره نتيجه نه ورکوي. د يادې غونډې په تالار کې د پاکستان پر ضد شعارونه هم ځوړند شوي وو. ((د دا وطن به وران وي تر څو چې پاکستان وي، د پرديو جاسوسانو مخه ونيسئ، د ژغورنې يواځېنۍ لار ملي يووالى دى او د نړۍ مسلمانان دې پاکستان د اسلام له بدنامولو منع کړي)) د پرونۍ ناستې د ګډونوالو شعارونه وو.