ادب او هنر‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62378

دخبریدو نیټه : 2014-12-09



کله چې دادب په اړوند خبرې کوو لازمه ده چې دادبیاتو دشته والې ټکی پیدا کړواو بیا دادب لرغونوالی اوڅرنګوالی په کې وپلټو .
ادبیات هغه ټولنیزه پدیده ده چې شته والی یې دټولنې له شته والي سره ثابتیږې. په ځینو ټولنوکې په پرمختللو او ښو بڼو خوپه ځینو کې په ابتدایې اولومړنیو بڼو یا په بله وینا ادب هغه سم محذب شوي او صنعتي بیانونه دي چې دتنقیدي علومو تر سیوري لاندې وي او دافکارو څرګندونې او ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ښکاره کونې دښکلا او ښا یست له پلو ه هم قیمت ولري دادب تاریخي دنده دپر مختګ او استعمار نه دخوشې کیدو لپاره دولس ویښول دي حقیقت او ریښتنې والی دادب سپیڅلي خصوصیت دي . خلاصه دانسان داحساساتو ،افکارواو جذباتو ترجمانې دادب وظیفه ده مګر دا ترجمانې به تل په داسې وینا او خوږه ژبه بیانوي چې په نورو باندي اغیزه وکړي اوخوندره وی دا چې دپښتوادبیاتو دپیل لومړنۍ ریښي کوم وخت ته رسیږی تر اوسه یې ټاکلی تاریخ یې نه دی ښکاره شوی خو په مستند ډول دیارلس سوه کاله تاریخ لری چې دامیر کروړ سوري حماسه یې لومړنۍلاس ته راغلی ادبي اثر بلل کیږي له هماغه پیل نه تردې ګړۍپورې زموږ ادبیاتودودې اوپرمختک بیلا بیل پړاونه وهلي ،دمخنیوی عوامل یې لیدلې د بریالیتوبونوسندرې په کې ویل شوې دمین دزړه فریادونه په کې پورته شوې اولنډه دا چې دټولنیز ژونددبیلابیل اړخونو ډیره هنداره یې ګڼلاې شو چې هروګړی لپاره نوداسې ویلی شو چې ادبیات دټولنې په ټولوبرخو کې ډیره مهمه ونډه لري .
به دی کې شک نشته چې ادبیات دټولنې یه ټولوبرخوکې ډیره مهمه ونډه لري دتاریخ په اوږدوکې په ملی انقلابونواو ټولنیزوغورځنګونوکې اغیزمن نقش لرلې دي اوددې علت دادې چې دمعنویاتواو مادیاتو تر منځ نژدی اړیکی شته اوترهغې چې دا اړیکې په محسو س او واقعي ډول انځور اوڅرګندنه کړاي شی ولسي پرګنې پرې نه شی پوهیدی ځکه دستر فکر خاوند ان په خپله له ازادۍاو خپلواکۍ سره مینه لري خو ولسي پرګنې باید دازادۍلاس ته راوړوته اړکړاې شي او ددې کار لپاره ناچاره یو چې ددی عالي مفاهیمو اودورځنۍ ژوندانه دمادي ګټو تر منځ اړیکي څرګندې او روښانه شي په ټولنیزو غورځنګونو کې مسله همداسې ده . فقر اومادي ورته والی یوملت پاڅون ته نه شي را پارولې بلکې په دې حالت دولسونو سمه پوهیدنه ددی باعث ګرځې چې یوغورځنګ رامنځ ته شي نو له همدی امله په ژوندانه کې د معنویاتو او مادیاتو تر منځ دباریکیوسم درک وشي همدارنګه وګړی چې پر ناوړه برخلیک اخته دي په هغه سمه پوهید نه دادوه واقیعتونه دي چې ملت په راپارونه اوپاڅون کې دادب دنده په نښه کوې په پښتنې سیمو کې دادبي جراین په عمومې سیلاووکې دپښتو خاصیتونه او ممیزات داسی په ښکاره ښول شوې لکه په هنداره کې چې شیان څرګندیږي .
دپښتوادبیاتونوې والي دروانې پیړۍ شلو کلونوته منسوب دي که موږ پښتو ادبیاتو ته مراجعه وکړواودغه اوسني ادبیات په څو مراحلو سره دهغو نورونه وړاندې دي او نوې شکل او فورم یې غوره کړی دي .
دنورو لیکوالوپه عقیده خاص دروانې پیړۍ دشلو کلونو په سر کې ادب اومخصوصا بیاشعري نوعې دعنعنې اوعادت پوره تاثیر ورکړ عنعنوي ادب چې دګل او بلبل نه عبارت وپه ژوندې او حیاتې ادب بدل شو اودژونددچاروسره ارتباط پیداشو .
پښتوادبیات په داسې حال کې چې خپل نهایې سرحدته دلومړي ځل لپاره ورسیده چې په بې مانااهنګونوسندرې او نغمې یې پریښودې او دولس خیر او شر ، ښادي او غم ته یې مخ ستون کړ همدا اوس ډیرشاعران دخپل اولس له پآره دمبلغانو او نطاقانو حیثیت لري دهنراو فکر استادان په ټولنه کې اوریدونکې دهدف خواته تیزوي حتی مشاعرې چې په پیړیوپیړیو په عنعنوي شکل کیدلې او شاعرانو به په کې په فصاحت او بلاغت او دشعر په سبکونو اودالفاظوپه رنګینیو کې یو تربله سره مسابقې کولې او دژوند په باره کې پکې بحثونه اوڅیړنې کېږي او تش دالفاظو ښکلااو ساعت تیرې په کې غرض نه دی بلکې د خلکو داضطراب او ارزو ګانو دترسیم خواته دلیکوالو قاطع تما یل او بدلون منځته راغې چې دې کار دهنري سبکو نوطرز ونو ،ژانرونو او موضوعاتو نوېتوب او تجدید تامین کړي پښتوشعر او نثر په ساحه کې دبي مثله پرمختک لاره خپله کړه او نوې ژانرونه لکه ډرامې ،سیاسي اثار،هنري ادبیات او اجتماعي موضوعات پکی منځ ته راغلل دپښتو په تحریري ادبیاتو کې تنویری،اومترقي تمایلات اکثریت او افضلیت لري دپښتنودمنورې طبقې ایدیالوژۍ،اهدافو،اخلاقو او اجتماعي ساحوکې مهم تحولات پیښ شوې دي . په نویو تاریخي زوایاوکې پرمختګ او تنویو چې دپښتو داجتماعي او سیاسي ِغورځنګ سره ټینګ ارتباط اوپه نه شلیدونکې ټوګه ددوي فعالیت سره پیوستون لري او دازادۍاو وطن پرستۍدمفکورې څخه یې الهام اخیستی دی .
دپښتنو سیاسي فعا لیتونه ادبیاتو ته هغه لاره وښوده چې په هغې باندې دخلکو له پرګنو سره سم باید تګ وشي او راتګ په داسې ډول وشي چې عصر یې ایجابوي په موقتي ډول په ادبیاتو کې داپخوانې سوال ادب دادب لپاره که ادب دژوندلپاره وځنډید او بحث پرې نه کیده په دغه وخت کې ادبیاتو خپل مخصوص مسولیت احساس کړ او موثر او کټورشعرونه به یې ویل . ادب لکه سیا ست دجنګ دډکر حیثیت لری چې زوروې مبارزې پکې کیدای شي لیکوال باید سپاهي وي اوقلم یې د تورې او چاړې غوندې کار وکړي که ادب یوازې دساعت تیري وسیله شي او ژوندته یې مخه نه وی او په دې صورت کې ادب حتی دهېواد دانکشاف ا و تمامیت په لارکې خنډواقع کیږي او دګټې نه به یې ضرر زیات وي او په دې تقد یر دلیکوالوشمیر کیداي شی چې لږشي دنوروتعلیم یافته پښتنودایډیالوژې په وده کې مهمه اغیزه دټولنې دژوندمعنو ي خواووخصوصآ بیا دادب علمي ګامونولرلي دي ددې اټکل له مخې چې افکار په نړۍحکو مت کوی منورین او روشن فکران دعمومي ژوند په پیښوکې ادب حاکم دټولنی په بدلون او تجدید کې ادبیاتوته قاطع او غوڅ عامل حیثیت ورکوي او دآزادۍ په جګړوکې اساسي او قوي وسله بولي.
تر څوچې دادب قلم زما لاس کې دی هیڅکله به ونه وایم چې ولې مې تاج په سر نشته دي .
لویوالي په علم او ادب کې دي ، نه په قوم او نسب کې یوه تګلاره چې یوې لیکنې ته دادبي لیکنې حیثیت ورکوی هغه دشعري اولفظي صنایعو کارول دي په دې ډول دسیمبولونواو تصویرونو له لارې په ادبي لیکنه کې په دې ډول یو بدلون راځي چې هغه لاروځینو خبرواو عامې ګړیدني څخه بیلوي لیکوال په شعوري توګه له دې لارې لوستونکي په ذهن کې دعادي ژبې او غیر معمولي ژبې دمقایسې له لارې یونوې کیفیت پیداکوي اوژبې ته یونوې خوند بښي. دلفظونوکارول په ریښتنې ماناکې دیو لفظ دحقیقي مانا تر څنګ دهغه مجازي مانا ته رسیدل دادبي لیکنې له څانګړتیاووڅخه دي .
دې مانا ته لوستونکي دتخیل قوت چې هغه ته موږ ضمنې اشارې هم ویلای شو وایې ضمنې مانا هیڅکله په یوه شخص پورې تړلی عملیه نه ده بلکې دا یو ه ټولنیزه پروسه ده لاندې به تاسې دنمونې په ډول دحمزه بابا یوعبارت ولو‌لۍ او اوبه ګورۍ چې دپښتوادب حال او کیفیت یې په کومه ژبه بیان کړی دی .
ـ یخنۍ دیو بیلتون وهلي بوږنیدلي اسویلي په څیر دباقاعدګۍ نه وتلې وه دفطرت رنګینۍ دمادې په لطافت کې پټې شوې وې ژوند دقدر له چلنده دنبضونو نه ګر مي پوروله ، اوخړه پړه فضاپټې سترګي دوریځو په انتظار کې ده زه په شړۍکې تاوراتاو خدای زده چې په کوم فکر کې روان وم چې یوې وچې ونې زماتوجه ځان ته وګرځوله شاید چې زما ژوند سره یې څه خپلوي لرله ورته ودریدم ښکته پورته مې ورته وکتل ماترې تپوس وکړوله کومه راغلې دلته ولاړه شي ؟ ویې ویل چې اوس اوس مې نوې ژوند موندلی دي ددې نه پخوا څو ځله فنا شوې یم نوې ژوند مې په شلم کال پښه ږدي ما ورته ووي چې په دې وچه ډاګه کې د تندې چپه څنګه تیرولی شي ؟ ویې ویل چې زما ددې نوې ژوند د ماشومتوب زمانه وه قدرت مې روزنه کوله چې ځوانه شم نو اوس پخپله دخپل ژوند حفاظت کوم ما په حیرانۍ ورته وکتل او پوه نه شوم چې داونه به څنګه دخپل ژوندحفاظت په خپله کوي. هغه زماپه خیال پوه شوه او ویې ویل چې که تازما جرړوته خیال وکړونوحیرانۍ به دی لاړه شي دا تر لرې لرې پورې نم پسې خوړلي دی چیرته چې نم وي راکاږي یې او د ژوند دروزنې سامان پیداکوي، یوازی دانه چې زمادا جرړی زمالپاره اوبه پیداکوي بلکې څو مره چې داجرړې اودیږي هومره زما دژوند څټه طاقت مومي ته زما دنریو څانګو ته مه ګوره خزان یرغل ددغو نه صرف پاڼي وړی شي دږلی شیبی زماتنکي ښاخونه ماتولې شي خو زماډډونه نورنوي نوي ښاخونه سرونه راڅرګندکړي څومره چې زه تنګي زغمم هومره وده کوم هره حادثه زمادپاره یوژوندی کوونکې تنقید ثابیتږي زه که باغ کې وای نو دخپلې روزنې دپاره به مې ډیر زغل نه کولو دا غم به دمالیار په سرو چې په انفرادي ژوند کې هر څه زما په خپل سردی .
دی لیکنې ته که اوس پام وکړو له ورځنیوخبرو او ډیالوګ سره ډیر توپیر لری چې
 له عادي اوورځنیو مکالمو سره مقایسې له لارې معلومیږي دلوستونکي په ذهن کې یو
 نوې کیفیت او تاثیر جوړوي په ورځنیو خبروکې موږ هیڅکله دغسې کلیمې او ترکیبونه نه کارو څه شی چې په لومړي ځل وار له واره د لوستونکي نظر ځانته راکاږي هغه دادی چې په لیکنه کې نادرې استعارې اوبې نظیره تشبیهات استعمال کړي دي د متن ژبه ټوله په کنایه او رمز کې ادا شوې ده ګویا دادب ژبه له عامې ژبې څخه په دې وسیله ګوښې شوه چې دلته دلفظي صنایعو دسمبولونو کارول هغې ته یوه ځانګړتیا ورکړې ده دا دادبي لیکنې یوه ځانګړې طریقه ده لیکونکي په شعوري ډول دژبنیو صلاحیتونو په وسیله لفظونو او تر کیبونو ته داسې شکل ورکړی دی چې موږ یې په عامه محاوره کې نه اورو اونه یې وایو له لفظونو سره لوبې کول دي .

 

لیکونکی: نبي الله (ځلاند) د څلورم الف ټولګي زده کړیال