مار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62412
د عبدالباري جهاني ترجمه
دخبریدو نیټه : 2014-12-13

David Herbert Lawrance          
1885_ 1930
                
             

د اهاړ په سره غرمه کی زما له کور څخه د باندي
 د اوبو ډنډ ته راغلی یو لوی مار  له ما  د وړاندي
لوی منگی می پر اوږه وو چی اوبه می کورته یوسم
په قدم قدم راتلمه تر سایې د ونی لاندي
 خو باید تر سیوری لاندی یو گړی وای درېدلی
مار چښلو  د اوبو ته له ما مخکي و راغلی
له خټین دېواله لاندی له تیاره غاره وتلی
ژړ ځیگر یې وو پر کاڼو په ارامه غوړولی
ستونی ایښی پر ډبره چی اوبه ترې څڅېدلې
د اوږده بدن پر خوا یې اوبه ورو ورو تېرولې
له ما مخکی رسېدلی ډبرین حوض ته مار وو
منتظر سومه نوبت ته زما په برخه انتظار وو
د څاروي په څېر یې سر کړ له اوبو څخه راپورته
په حیرت یې  راکتله د څاروی په څېر زما لورته
له دوو شونډو یې بهر کړه توره ژبه رېږېدلې
سر یې بیرته پر اوبو کړ لا یې نوري هم چښلې
د اهاړ په سره غرمه کی می د مار پر لور کتله
نصواری زرینه  ملا می ترنظره تېروله
عقل سمدستی راږغ کړه چی یې وژنه دادی وار دی
دا څه تور بې زهرو نه دی نصواری وژونکی مار دی
ماوې ژر لرگی را واخلم انتظار دلته د چا یم
ځای پر ځای باندی یې مړ کم نارینه که په ریشتیا یم
خو په زړه کی می ناڅاپه دا خبره سوه راتېره
چی مېلمه څرنگه مړ کم مېلمستیا کم څنگه هېره
ما وې پرېږده چی اوبه سی بیرته خپل کورته روان سی
نه نېکي مي ورپه زړه سي نه می لاندی تر احسان سی
دا بې زړه وم بې غیرته چی قاتل می ژوندی پرېښود
 یا فاسد عقل می غوښتل چی له مار سره گویان سی 
یا می غوره  تواضع کړه د مغرور احساس په زړه کي 
خو کېدل می دا ږغونه په  رگو کی په سینه کی
که بې زړه نه وای نا مرده تا به ځای پر ځای وژلای
خپل قاتل  ته به دي څنگه  په آرام آرام کتلای
 پوهېدمه چی بېرېږم خو بیا هم غره په ځان وم
د مغرور احساس په زړه کی دی مېلمه زه یې مېزبان وم
پرېږده راسی مېلمستیا ته له گوښه له تیاره غاره
پرېږده زما پر کور اوبه سي بیرته واخلي خپله لاره
مار اوبه کړلې تر ستونی سر یې پورته کړ اوبه سو
لکه وړی وي خوبونو او یا مست غوندی نشه سو
بیا یې ژبه را بهر کړه  له شونډانو تکه توره
د پاچا په څېر مغروره او خبر له خپله زوره
 د خپل غار پر لور رهي سو لکه ډوب وي په خوبونو
اوږد بدن ارام روان سو په کږو وږو گامونو
سر یې  غارته کړ دننه نور هم وړاندی په ورو ورو سو
چی تور غارته می ور پام سو زړه می سم په دربېدو سو
چی مي څنگه آرام پرېښود چی دښمن ولاړ سی تر کوره
دا وحشي دا ډک له زهرو زما په ځان دا بلا توره
له اوږو می منگی کښته یو لرگی می پسي وار کړ
هغه ولوېدی اوبو کی او خطا می وحشی مار کړ
مار خبر سو زما له واري ځان یې  کوږ ووږ په تلوار کړ
دی دننه سو خپل کورته ما خطا وروستی گوزار کړ
د اهاړ په سره غرمه کی د برېښنا په دود روان سو
په یوه گړي کی ورک سو زما پر زړه پاته ارمان سو
زه حیران پاته د باندی کاشکی کاشکی می په زړه کي
زه پر خپلو کړو پښېمان وم د افسوس  نارې په خوله کي
څومره ټیټ څومره زلیل وم څه کانه راباندی وسوه
پر خپل ځان می لعنت ووې له تعلیمه می توبه سوه
ما وې خدایه کشکی  راسي هغه مار بیرته اوبو ته
د عنقا په څېر وتلی زما له لاسه اسمانو ته
پوهېدمه چی دښمن مي بیا مغرور لکه سلطان دی
زما له لاسه دی وتلی اوس می بیا بلا د ځان دی
په تبعید کی چی یې تاج و  ککرۍ څخه لوېدلی
نن به بیرته  تاج پر سر کي په پخپل کور کی دی ښاغلی
 زما تر لاسه خدای  دښمن وو څه اسانه راوستلی
څه وړیا راڅخه ولاړی څه نیژدې راته راغلی
اوس راپاته پښېمانی ده سره موږمه لاسونه
څه فرصت له لاسه  ولاړی ستنېدای نه سی وختونه.
۲۰۰۴  ویرجینیا