غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62445
عبدالباري جهاني
دخبریدو نیټه : 2014-12-15



خدایه د زمان بادونه  زموږ د وطن ښکلي وړي
هره ورځ له کلیو له ښارونو نازولي وړي
څه به کړو ملګرو د حالاتو سترګي سرې وینم
یار چي مي پخپله د اغیار توري پوښلي وړي
څوک به د کیږدۍ د ماښامونو لمبې بلي کړي
زما چي د نکریزو جنازې له ښار او کلي وړي
زه به مي د پیغلو لونګین په وینو سور وینم
شیخ دي مرغلري له تسپو سره پییلي وړي
ماچي د زاهد کیسه کول تاسي به نه منل
ګوری تر خلوته چي خمونه غلي غلي وړي
دلته خُم د وینو هلته جام د کوثرونو دی
برخي ازلي دي له آسمانه یې راغلي وړي
نور د نیمي لاري د یارانو کیسې مه پوښته
وینم بتخانو ته پر تندي سجدې منلي وړي
ګوری چي د وینو د بدل تمه ترې ونه کړی
یار مو د قاتل په لار کي شمعي لګولي وړي
زه دي جهاني د نصیب ستوری مرور وینم
ستوري د سهار څخه امام سترګي ګنډلي وړي.


۲۰۱۴  ویرجینیا د ډسامبر دوولسمه