غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62474

دخبریدو نیټه : 2014-12-16

هره شیبه د زړه په خوږ بې له سکون تیروو
 زنده ګي څه معنی دوه سترګو ته ژوندون تیروو
 له ښاره وتي یو او کلي ته مو زړه نه کیږي
 دا یو څو ورځي پر صحرا لکه مجنون تیروو
 هسي عبث خو به مو ستا سره وخت نه غوښتلو
 یوه لمحه خو به د چارو پر سمون تیروو
 د انتظار په سیپاره کي مو خوله وچه شوله
 بس یوه ټکي ته کلونه لکه نون تیروو
 چي یارانه کوي انوره حوصله به لرې
 مینه به هم کوو خو ژوند به پر قانون تیروو
 انور کاکړ.کندهار پوهنتون