څو شېبې مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کابل بانک په څانګه کې چاودنه وشوه. د پېښې عيني شاهدانو وويل چې څو تنه وسله وال دغه بانک ته ننوتلي او تر چاودنې وروسته يې د ډزو غږونه هم اورېدلي دي. ولايتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.