په کابل ښار کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62485
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-12-17

په کابل ښار کې د ځانمرګي برید له امله څلور افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې . برید څو شېبې وړاندې دکابل ښآر د نهمې امنیتي حوزې اړونده ساحه د تره خیلو په تنګي سیمه کې شوی .راپورونه وايي ځانمرګي برید کوونکي خپل موټر د افغان ځواکونو له یوه رینجر موټر سره جنګولی،چې په پایله کې يې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.