کاپيسا کې د کانکور ازموينې پر مهال وسله واله نښته شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62494
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-12-18

د کاپيسا په البيروني پوهنتون کې د کانکور د ازموينې پر مهال نښته رامنځته شوې چې له امله يې پنځه کسان ټپيان شوي دي.په کاپيسا کې د کانکور ازموينې لړۍ پرون پيل شوه او نن په دويمه ورځ پاى ته ورسېده.د کانکور يوه ګډونوال وويل چې له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه کله چې د کانکور پروسه د خلاصېدو په حال کې وه، نښته رامنځته شوه.هغه زياته کړه چې نښته د لومړۍ حصې کوهستان ولسوالۍ د ا منيه قوماندان محمد انور او د ولايتي شورا د غړي محفوظ ساپي د ساتونکو تر منځ رامنځته شوه.د همت په وينا، د ولايتي شورا غړي هڅه کوله چې له خپلو ساتونکو سره د کانکور صحنې ته ننوځي، خو د امنيه قومان ساتونکو يې مخه نيوله چې له امله يې د دواړو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته نښته رامنځته شوه.دى وايي چې په دې نښته کې د دواړو لورو پنځه ساتونکي ټپيان شوي دي.