په کابل ښار کې ۱۳ کلن ځانمرګی بریدګر نیول شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62495
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-12-18

د ملي امنيت لوى رياست وايي، د يوه ١٣ کلن ځانمرګي په نيولو سره يې په کابل ښار کې د يو شمېر هېوادوالو د وژلو مخنيوى کړى دى.د دې رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت ځواکونو د بلال په نامه يو ١٣ کلن ماشوم د هاشم په نامه له يوه لېږدوونکي سره يوځاى د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې نيولى دى.سرچينه کاږي، ياد ماشوم د کابل ښار په يوې ګڼې ګوڼې سيمې کې د ځانمرګى بريد هوډ درلود، خو موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شو.د سرچينې په وينا، نيول شويو کسانو د لومړنيو څېړنو په ترڅ کې په خپل جرم اعتراف کړى دى.