ایران:له افغان مهاجرو سره ناوړه چلند کوونکي به سزاوویني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62503
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-12-19

د ايران د پوليسو قوماندان امر کړى، چې د دغه هېواد د پوليسو هغه منسوبين چې له افغان مهاجرينو سره ناوړه چلند کوي، تر عدلي تعقيب لاندې راشي او سزا دې وويني.دغه امر د هغې ويډيو له خپرېدو وروسته ورکړل شوى چې څو ايراني پوليس له افغان مهاجرينو سره د ناوړه چلند په حال کې ښکاري.د ايران تسنيم خبري اژانس ويلي چې د دې قضيې په اړه غبرګونونه، لامل شول چې په دې برخه کې پوليس هم غبرګون وښيي.د دغه هېواد د پوليسو د ټولنيزو چارو مرستيال سعيد منتظر المهدي تسنيم خبري اژانس ته ويلي: ((د ياد خبر تر خپرېدو وروسته سمدستي د پوليسو قوماندان د يادې پېښې د عاملينو د موندلو، د وخت او ځاى او په اړه يې د نورو څېړنو امر ورکړ.))