فرانسه له افغانستانه خپل سرتیري باسي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62506
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-12-20

فرانسه له افغانستانه خپل پاتې عسکر هم وباسي. د دغه هېواد دفاع وزارت ویلي چې په پلازمېنه کابل کې د فرانسې مېشت ۱۵۰ عسکر به د ډسمبر په ۳۱ نېټه له افغانستانه ووځي. فرانسې په افغانستان کې څلور زره عسکر درلودل، خو په ۲۰۱۲ کال کې یې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه او یوازې ۱۵۰ عسکر یې د افغان ځواکونو د روزنې په موخه په کابل کې پاتې وو. د افغان ماموریت پر مهال د فرانسې ۸۹ عسکر وژل شوي او ۷۰۰ نور ټپيان شوي دي.