پښتني قبیلې وپيژنئ ! ۱۲۷ مه برخه - ملکزی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62510
ډاکټر لطیف یاد
دخبریدو نیټه : 2014-12-20


ملکزي له آره غلجي پښتانه دي چې دافغانستان د کونړ ، ننګرهار او لغمان په ولایتونو ( صوبو ) کې استوګنه لري . دکونړ په ولایت کې دوی دکوز کونړ په ولسوالۍ کې میشته دي ، خو شمیر یې لږدی .دملکزي په قبیله کې ډیر لیکوال او شاعران هم شته . دوی دعلم او پو هې سره ډیره مینه او لیوالتیا لری اوزیاتره یې په سرکاري او شخصي دندو بوخت دي .دکونړ په ولایت کې ددوی شمیرله نن نه دیرش کلونه وړاندې ۲۰۰ تنه ښودل شوی دي (۱)
-------------------------------------------------------------------------
۱- معلومات مختصر درباره اقوام وقبایل ولایا ت سرحدي کشور ، ۸۲ مخ ، دقومونو او قبایلو چارو وزارت ، کابل.