د سولې شورا: افغانستان او پاکستان بايد په ګډه بل شوى اور مړ کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62514
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-12-20

د سولې عالي شورا د پېښور بريد د غندلو ترڅنګ وايي چې د شر وسايل کارول خامخا ناوړه عواقب لري. تېره اونۍ د پاکستان د پېښور ښار پر يوه ښوونځي د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې تر ٣٠٠ پورې زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا د ليندۍ په ٢٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستيو کې بې رحمه او د جګړې لپاره استخدام شوو قاتلينو په افغانستان او پاکستان کې د وېرې او وحشت نوى باب برانيستى دى. سرچينې زياته کړې، د پکتيکا په يحيی خېلو کې د تنکيو ځوانانو ډله ييزه وژنه، د استقلال په لېسه او پل ارتل کې ځانمرګي بريدونه او بيا د پېښور ښار پر يوه ښوونځي وحشيانه يرغل هغه بشري ناورينونه دي چې اسلامي نړۍ او ټول بشريت يې په غم اړولی دی. د سولې عالي شورا ويلي، د پېښور زړه بوږنوونکې پېښه چې په ترڅ کې يې نږدې ١٥٠ تنه په وينو کې ورغړول شول، ډېره خواشينونکې دا ده چې ددې بشري ناورين بريد پړه هغو کسانو پر غاړه واخيسته چې د اسلام، ايمان او پر ځمکه د اسلامي خلافت د قيام دعواوې کوي. سرچينه زياتوي، د سولې عالي شورا دا وحشيانه کړنه په کلکه غندي، د غميزې له قربانيانو او ټول پاکستاني ولس سره خپله غمشريکي اعلانوي. د سولې شورا ويلي، په دې غم لړلو شېبو کې غواړي يو ځل بيا دا حقيقت څرګنده کړي، چې د شر وسايل کارول خامخا ناوړه عواقب لري. سرچينې زياته کړې:« جګړه د هېچا په ګټه نه ده او دا يوازې سوله ده چې د الله تعالی په مرسته ولسونه او حکومتونه له هر ډول شر او غمېزې ژغورلی شي.» د سولې عالي شورا د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتي چې ددې ډول غميزو او ناورينونو د مخنيوي په موخه يو بل ته د همکارۍ لاسونه ورکړي او په ګډه سره دې هغه اورمړ کړي چې هره ورځ د معصومو او بې وزله ماشومانو او ځوانانو ژوند سوځوي، ښځې او نارينه د غم پر ټغر کينوي. د يوه بل خبر له مخې، کابل کې د پاکستان سفارت د پېښور د پېښې د قربانيانو لپاره د قران کريم ختم وکړ او فاتحه يې واخيستل شوه. د سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى د حکومت له لوري د يادې پېښې په اړه درې ورځې ماتم اعلان شوى او دوى هم په دې مراسمو کې شريک شول. سرچينې زياته کړې، چې په دې مراسمو کې د پاکستان سفير ، د سفارت کارکوونکو، يو شمېر لوړ پوړو افغان چارواکو او د ملي شورا غړو ګډون وکړ او د غمرازۍ په کتاب کې يې خپل احساس وليکه. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مراسمو ګډونوالو د يادې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک وبلل او د وژل شويو زده کوونکو پر انځورونو يې د ګلانو ګېډۍ کېښودې.