ابراهیمي: د ملي یوالي حکومت د امریکا په سفارت کې جوړ شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62515
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-12-20

د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې ولسمشر له خوا دې جرګې ته د نوې کابینې په ورپیژندلو کې د ځنډ په باب د بحث په وخت د ملي یووالي حکومت د امریکا په سفارت کې جوړ شوی یو اجباري حکومت وباله او ویې ویل چې دا حکومت د اساسي قانون د غوښتنو له مخې نه دی جوړ شوی. ابراهیمي وویل: « ایا د ټاکنو کومه نتیجه چې راووتله د اساسي قانون په خلاف نه وه او د افغانستان د خلکو د ارادې په خلاف نه وه.» ابراهیمي د وکیلانو نه وپوښتل چې رښتیا دې ووایي چې خبره همداسې نه وه او که بل ډول وه. ابراهیمي وویل: « ووایئ وکیلانو وجدان لرئ، ستاسي وجدان مې قاضي نیولی دی، د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اساسي قانون د غوښتنو پر اساس دی، قانوني اساس لري، بنآ د امریکا له خوایو اجباري حکومت د امریکا د سفارت په دننه کې جوړ شوی حکومت دی.» د ولسي جرګې مشر وویل چې دا خبره د یو مسلمان په توګه کوي او څوکۍ ورته هم اهمیت نلري. خو ابراهیمي یادونه وکړه چې خلکو ددې لپاره دا حکومت منلی چې بل بدیل وجود نه لري. د ابراهیمي دغه څرګندونې د ولسي جرګې د یو شمیر غړو له خوا تائید شوې خو ځینو نورو ورسره مخالفت وښوده. د ولسي جرګې یوې غړې شکریې بارکزۍ د ولسي جرګې ریس دا څرګندونې د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف وبللې او ویې ویل چې د ولسي جرګې ریس د افغانستان نظام مشروعیت تر پوښتنې راوستی دی. میرمن بارکزۍ وویل: « هغه حکومت چې تاسو نن غیر مشروع او د امریکا په سفارت کې جوړ شوی حکومت په توګه یاد کړ، لطفآ دا مه هېروئ چې د دغه حکومت د جوړولو لپاره میلونونو افغانانو رایې ورکړې دي.» ابراهیمي د مېرمن بارکزۍ له نیوکه و نه منله او پر خپله خبره یې ټینګاروکړ.