دوطن یاد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62522
اشنا
دخبریدو نیټه : 2014-12-21

 

 ځما یادیږي ټول ځوانان د وطن
 د کور او کلي ټول خپلوان د وطن
 تېر خاطرات مې په ارام نه پریږدي
 د پسرلي ښایسته ګلان د وطن
 د کوچینوالي نازولې هیلي
 د خوږ ژوندون په باب ارمان د وطن
 چې د ځوانۍ د وخت یادونه یاد کړم
 کاڼي او بوټي وو بوستان د وطن
 د داسې پوهې بندیتوب به نه و
 ازاد ژوندون هغه زمان د وطن
 هره شېبه به په مزو تېریده
 په هر ګلشن کې بلبلان د وطن
 د اوښکو ځای مې دی نیولی وینو
(اشنا) چې یاد کړمه یاران د وطن

 شاعر- ارواښاد سیف الرحمن(اشنا