نننۍ ترمینالوژي (۳)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62548
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2014-12-23


 


سیاستمداران
 هغوی دي چې یوازې یې په څوکیو دي ناندرۍ
 ټول عمریې د څوکیو لپاره دي خوارۍ زارۍ
 هغه چې دسترګو یې خلاصي سوي دي دحیا تڼۍ
 سروکال یې بل کار نه وي بېله په ځان وهل ډرۍ
***
څوکۍ
 داسې یو شی دی لکه د لوبو سامان
 په هغه تل په لوبو اخته وي واکمنان
 ماشوم کله دلوبو شی چاته ته ورکوي
 نه چې زموږ واکمنان سوي ماشومان
***
اشغال ملک
 هلته د شپي تلاشي د ورځي بمبار وي
 په هغه کورکې یوازې پردي واکدار وي
 دهغو خلکو نظارت کوي له فضا دوړن
 هلته یوازې یوازې دپردو دار مدار وي
***
محاکمه
 هغه چې زموږ په وطن کې درک نه لري
 که وي هم د جرم دپوښتنې مامورک نه لري
 چې مجرم واکمن وي جزا چا ته په کار ده
 دمجرمو په عدالت کې څوک شک رک نه لري
 شک رک( ګمان)
 ***
ملي وحدت

 لږ یې انتخابي
 څه لږ یې انتصابي
 تر منځ یې رسۍ ده
 دواړو خوایې کښوي
**؛*
ښه ګاونډ

 هغه چې وایي راځئ خر په چم کې پاچا کړو
 هغه تشویق غلامي ته دځان اودنیا کړو
 هلته هیڅ وخت د سولې کوتره نه پریږدو
 دهغو دقومونو یوالی باید سره جلا کړو
***
ولسمشر

 هغه چې په ټولوکې درواغجن وي
 په خپلو وعدو کې پوره چنجن وي
 څه چې وایي هغه هیڅکله هم نه کوي
 تل دواک د غځیدو ګرومجن وي
 یا هغه چې په وعدو کې باسورجن وي
 د بهانو په عملیاتو کې نامتو سرجن وي
 چې د ارګ د نازونعمت خوند وویني
 بیا ملت له هغه هغه له ملت کرکجن وي
 باسورجن( مست اوښ