ستا خیال

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62550
زرمینه عظیمي
دخبریدو نیټه : 2014-12-23

کله داهم ښه بهانه شې
 ستادراکړی درد پتولو لپاره

 کله په زړه مې
 لکه واوره ووریږی
 نغمه شې
 سکون شې
 درمان شې
 خو
 صرف څوشیبې لپاره
 بیابیرته
 مغرورشي
 ظالم شي
 سره سا شي
 اویوه لرزه شي
 زما په ټول بدن کې
 اوومې لرزوي
 چې صرف خیال یې