کابل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62738
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2015-01-08


 مازدیګردی او د منی باد لګیږی
 زه دتړلو دروازو له شانه
 ددی زاړه ښار ننداره کومه
 دکابل ښار زما د ځوانی ملګری
 اوس یی له لیری منظره کومه
 راته رایاد شوه زما زاړه یادونه
 نه هیریدونکی او خواږه یادودنه
 ذهن ته می راغی هغه ښکلی کابل
 هغه زیبا او هغه پاک او نازولی کابل
 چی یی هوا زړونو ته ژوند ورکاوه
 چی منظری ته یی ولسونه راتلل
 کابل! دا ښار د نازولو ښار،و
 کابل! دا ښار خو د ستایلو ښار و
 دا دښایست دا د فرهنګ او تمدن مرکز و
 دا د قانون زانګو وه دا د ساتلو ښار و
 دلته رښتیا ازادی دلته ژوند رنګ درلودی
 ددغه ښار وګړو ښکلی فرهنګ درلودی
 هر مازدیګر دی ښار کی بس د میلو موسم و
 باغ بالا چهلستون ددیدنو موسم و
 هم عاشقان عارفان د صوفیستانو کوربه
 وه شهدا صالحین د عارفانو کوربه
 دهره کوټه څخه ورته راتله وګړی
 وه د کابل میلمانه درانده درانده وګړی
 په زیبا یی کی دا ښار د اروپا نه ښکلی
 و، تر پاریس ښایسته هم تر دنیا نه ښکلی
 کابل!
بس د جګړی تراژیدی، دلته هر څه بدل کړل
 هم یی تاریخ را وران کړهم یی راتله بدل کړل
 ښار می ددود او لوګی او د لوخړو ډک شو
 دا ښایسته کابل جان، د خس خځلو ډک شو
 هم یی فرهنګ بدل شو هم یی وګړی بدل
 دا ګاونډیانو کړله زموږ واړه، زړی بدل
 نه په سلام پوهیږی، نه سړیتوب کی پاته
 نه مشر کشر معلوم، نه زلمیتوب کی پاته
 زاړه کابل ځنی می، هسی نقشه پاته ده
 د مرګ سلګی وهی دا، بس خاطره پاته ده
 کابل!
د سړیتوب فرهنګ بدل شو د جګړو په فرهنګ
 بس د درواغو، غولولو او دوکو په فرهنګ
 څوک بیا ځان وژنی او د ځانه سره نور هم وړی
 تنکی واړه، ځوانان او پیغلی په وچ زور هم وړی
 د ښاره امن، امنیت او مصؤنیت کډه شو
 قانون تباه شو ورسره انسانیت کډه شو
 دلته که اوسی کړه له ځانه دیوالونه چاپیر
 څو دروازی پریږده او ورکړه ډیر قفلونه چاپیر
 ټوپک به اخلی او په شپه کی به بیدار اوسی
 بچی دی ساته ترسبا به پهر دار اوسی
 کابل!
زړه می پر تا باندی سوځیږی زما زیبا کابله
 نوزادی لیکمه ستا اوښکه او ژړا کابله


 پکتیا کوټ – کابل- د ۱۳۹۳ کال د جدی دمیاشتی ۱۷ مه