د پنځو تورنو وزیرانو دوسیې دي وڅېړل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62866
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-20

.د ولسي جرکې د عدليي او قضايي کمېسیون وايي دپخواني حکومت د پنځو تورنو وزیرانو دوسې دي وڅیړل شي د دغه کمیسیون غړي له حکومته غواړي چې دا دوسیې ژر تر ژره تعقیب اوتورنو کسانو ته جزا ورکړي. . دغه پنځه وزیران چې له دندو نه په ناوړه استفادې تورن دي؛ د دوسیو له بیا پلټنې یې درې میاشتې تیریږي خو تراوسه یې هم د برخلیک په اړه بشپړ معلومات نشته .د دې کمېسیون غړي سید محمد شریفي بلخابي وايي؛ د پخواني حکومت د دغو تورنو وزیرانو دوسیې لکه څنګه چې لازمه وه؛ نه دي څیړل شوې:د ټرانسپورټ مخکیني وزیران حمیدالله قادري او عنایت الله قاسمي، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر امین فرهنګ، د کانونو وزیر محمد صدیق ایشان او د اقتصاد وزیر جلیل شمس د پخوانۍ کابینې هغه غړي دي چې د لویې څارنوالۍ له لورې په اختلاس او له دندې په ناوړه ګټه اخیستنې تورن دي.