نن به کاندید وزیران دباور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62867
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-20

ټاکل شوې نن ولسمشر غني د ملي یوالي د حکومت کاندید وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو په موخه معرفي کړي. د ملي د حکومت مشرانو تر څه باندې سلو ورځو ځنډ وروسته د کابینې لېست برابر کړ، خو ویل کېږي چې له لومړني لېسته دری نوماند وزیران لرې شوې دي. د مالیې وزارت لپاره نوماند جیلاني پوپل د وکیلانو د غیرقانوني غوښتنو له کبله له خپلې نوماندۍ تېر شوي. د کرنې وزارت نوماند د نړیوالو پولیسو په تور لېست کې دی او د لوړو زده کړو وزارت لپاره نوماندې بیا قانوني سن نه و پوره کړي. د کرنې وزارت ته د نوماند محمد یعقوب حیدري په اړه د ایستونیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی په څلور کاله بند محکوم دی.