کیمپبل:په افغانستان کې د امریکایې ځواکونوشمېر ښایې ډېرشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62868
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-20

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ښايي زیات او ماموریت یې تمدید شي. د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان وايي کېدای شي په افغانستان کې د ډېرو امریکايي عسکرو د پاتې کېدو وړاندیز وکړي. جنرال جان کمپبل ویلي د دې احتمال شته چې د امریکايي عسکرو د ماموریت د تمدید غوښتنه هم وشي. نوموړي ویلي دوی هره ورځ په افغانستان کې د دښمن فعالیت او د افغان ځواکونو وړتیاوې څاري. کمپبل ویلي چې دی به څو میاشتې وروسته د امریکايي ځواکونو د ماموریت د تمدید لپاره رسمي وړاندیز وکړي. امریکا اوسمهال په افغانستان کې لس زره او شپږ سوه عسکر لري چې تر مې میاشتې پورې به یې شمېر ۹۸۰۰ او د کال تر وروستیو پورې به ۵۵۰۰ ته راټیټ کړي.