د پاکستان د پوځ یو پلاوی نن افغانستان ته راځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62874
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-20

ټاکل شوې د پاکستان د پوځ يو لوړ پوړى پلاوی نن له خپلو افغاني سيالانو سره د خبرو اترو لپاره افغانستان ته راشي. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سويلي قوماندانۍ قوماندان ډګرجنرال ناصر خان جنجوعه د دې پلاوي مشري کوي. سرچينې زياته کړې چې پلاوى به له افغان سيالانو سره د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې او ددواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې پر امنيت خبرې کوي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له دې سفرونو څخه موخه داده، چې ددواړو هېوادونو د ‌ځواکونو ترمنځ په بېلا بېلو برخو کې همکاري زياته او اړيکې ښې شي.