په پردوکي:‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62880
وکیلي
دخبریدو نیټه : 2015-01-20


په پردي ګلبڼ کي ګرځم ګلان نسته
 پـه چـمـن کې دښکلا بلبلان نسته
 حـال دزړه ویـلای نسـم وهـرچا ته
 دپـټ راز ویـل وچـاتې بیان نسته
 ویل دراز وهـرچا ته آسـان نه وي
 پـه ړندو لـېمو دکتلو امکان نسته
 عـمـرتـېـرسو په پردیو کي هرګوره
 که ووینم دوستان بیا ارمان نسته
 که هرڅوکوم فریادپه بل کاروان کي
 ږغ نه اورم دچا خو خپلوان نسته

 لیکونکی محمد سرور وکیلي