څلورو نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62883
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-21

د ولسمشر له لوري ولسي جرګې ته د ورپېژندل شویو نوماند وزیرانو له ډلې څلورو تنو یې نن ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړل. د دې جرګې لومړي مرستیال محمدصدیق عثماني چې نن یې د یادې جرګې د غونډې مشري کوله وویل، ولسي جرګې ته د څلورو ورغلو نوماند وزیرانو اسناد یي څېړلي او هیڅ ستونزه نه لري. نن جرګې ته د پلان وړاندې کولو په موخه د دفاع وزارت لپاره نوماند شیر محمدکریمي، پوهنې وزارت ته ګل زلمی یونسي، کلیو او پراختیا وزارت ته نوماند نصیر احمد دراني او حج او اوقافو وزارت ته نوماند فیض محمد عثماني ورغلي وو. پاتې نوماند وزیران به سبا او د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ خپل پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کوي او د یکشنبې په ورځ به جرګه دوی ته د تایید یا رد رایې ورکړي.