په ننګرهار کې د انسان تښتوونکو یوه ډله نیول شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62885
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-21

ځايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې یې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ډله نېولې ده. د ننګرهار ولایت امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وايي، امنیتي ځواکونو د انسان تښتوونکو هغه ډله نېولې چې په ډيرو تښتونو کې يې لاس درلود، چې څه موده وړاندې یې هم د ښار یو اوسېدونکی له تښتولو وروسته د یو لک امریکايي ډالرو په بدل کې خوشې کړ.