د خوست ولايتي شورا د اداري پلاوي د ټاکلو پر سر تر درې مياشتنيو ناندريو وروسته، نن په رسمي ډول خپلې چارې پيل کړې.د دې شورا د غړو ترمنځ لومړى د اداري پلاوي د ټاکلو پر سر ناندرۍ وې او وروسته يې مشرانو جرګې ته د استازي د ټاکلو پر سر د لانجو له امله کارونه په ټپه درېدلي وو.څلور ورځې وړاندې دغه ستونزه هواره شوه او نن يې په رسمي ډول چارې پيل کړې، چې په ترڅ کې يې يو شمېر وکيلان د ښو خدمتونو د ترسره کولو ژمنې وکړې.