ولسي جرګې ۷ نوماند وزیران د اعتماد رایې د ورکولو له پروسې محروم کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62889
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-21

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد صالح سلجوقي وايي، چې دې جرګې ته په معرفي شویو کاندید وزیرانو کې ۷ تنه د دوه ګون تابعیت د لرلو له کبله د اعتماد رایې د ورکولو له پروسې محرومه کړای شول. نن د ولسي جرګې د څو ګونو کمیسیونونو په ګډه غونډه کې، چې د کاندید وزیرانو د وړتیا د څېړلو لپاره جوړه شوې وه، اووه کاندید وزیران د پارلماني اجرااتو له پروسې محرومه شول. ښاغلي سلجوقي د محروم شویو کاندید وزیرانو نومونه په دې ډول اعلان کړل: د کورنیو چارو وزارت ته کاندید ښاغلی نورالحق علومي، د بهرنیو چارو وزارت ته کاندید ښاغلی صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته کاندید وزیر ښاغلی سادات نادري، د عدلیې وزارت کاندید احمد سیر مهجور، له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت ته کاندید ښاغلی فیض الله کاکړ، د ښارجوړونې وزارت ته کاندید شاه زمان میوندي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کاندید وزیره اغلې آی سلطان خیري. د ولسي جرګې همداراز ویلي، که چیري وروسته هم ورته ثابته شوه چې کوم تایید شوی وزیر دوهم تابعیت لري، سلب اعتماد به یې کړي.