هلمند کې یو ماین خښوونکی د ښځو په جامو کې ونیول شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62890

دخبریدو نیټه : 2015-01-21

سیمه یز چارواکي وايي په هلمند ولایت کې یې یوماین ایښودونکی چې غوښتل یې ترهګرې کړنې ترسره کړې د ښځو په جامو کې نیولی دی . دملي امنیت له لوی ریاسته خپره شوې خبرپانه کاږي د ملي امنیت ځواکونو د تازه ګل په نامه یو ماهر ماین خښوونکی د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې نیولی دی . سرچینه زیاتوي وسلوال یې په داسي حال کې نیولی ،چې دښځو له جامو نه يې په ګټه اخیستلو سره د پولیسو دتګ راتګ مالومات کول او بیا به یې په لاره کې ورته ماینونه ځای پر ځآی کول. دیو بل خبر له مخي په دې ولایت کې یې پنځه نور وسلوال مخالیفین چې په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې یې لاس لاره نیولي دي.