اصف ننګ د فراه والي سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62896
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-22

ولسمشر محمد اشرف غني د يوه فرمان له مخې، محمد اصف ننګ د فراه د والي په توګه ټاکلى دى.د ولسمشر په فرمان کې راغلي، چې نوموړى د چارو د لا تنظيم او سمون په موخه، د فراه د والي په توګه ګومارل سوى دى.تردې وړاندې، محمد عمر شېرزاد د دې ولايت سرپرست و، چې دوه ورځې وړاندې د ولسمشر د فرمان له مخې، د دې ولايت د يو شمېر نورو چارو په ګډون د اختلاس په تور له دندې ګوښه او لويې څارنوالۍ ته ور وپېژندل سو.