شکریه:دولسې جرګې وروستی تصمیم له اساسي قانون سره ټکردی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62897
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-22

د ولسي جرګې له خوا د اووتنو نوماند وزیرانو ردول ددې لپاره ول چې د دې جرګې ځیني غړي تمه لري په وروستیو ورمعرفي کېدونکو څېرو کې به یې خپل خپلوان راسي.داڅرګندونې د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزي له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي. پرون د ولسي جرګې د څو ګونو کمیسیونونو په ګډه غونډه کې،اووه کاندید وزیران د پارلماني اجرااتو له پروسې محرومه سول چې نورالحق علومي، صلاح الدین رباني، سادات نادري، احمد سیر مهجور،فیض الله کاکړ، شاه زمان میوندي، آی سلطان خیري په کې شامل دي.د ولسي جرګي غړې شکریه بارکزی وايي د ولسي جرګې وروستی تصمیم په ښکاره له اساسي قانون سره په ټکرکې دی .هغه وايي چې له اساسي قانون سره سم ولسي جرګه په هیڅ ډول نه سي کولای ،چې له یوه افغان وګړي،د رايي ورکولو او یا انتخابېدلو حق واخلي. بارکزي وايي هغه مصوبه هم د قانون خلاف ده ،چې څو ورځي وړاند ي د ولسي جرګې غړو دوه تابیعته وزیرانو ته د رایي نه ورکولو پرېکړه کړې وه.نوموړې وايي په د حقیقت کې د یوه هیواد د وګړو دحقونو محدودول دي .